د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتونیو ګوتیرش پرون (جمعه د زمري په ۲۲ مه) پر طالبانو غږ کړی، چې سملاسي دې بریدونه بند کړي او په زور واک ته رسېدل دې هېر کړي.
ښاغلي ګوتیرش ویلي:زه ټولو لوریو ته وایم، چې د ملکيانو د خوندیتوب ژمنه دې نه هېروي او له طالبانو غواړم، چې سملاسي دې بریدونه بند کړي او د سولې د خبرو مېز ته دې کېني.
ښاغلي ګوتیرش دا هم ویلي: افغانستان له کنټرول نه وتلی. هره ورځ جګړه ده - ملکیانو او په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته مر ګ ژوبله اوړي.
د ملګرو ملتونو سرمُنشي ویلي، یوازې تېره یوه میاشت کې، په هلمند، کندهار او هرات کې ۱۰۰۰ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملګرو ملتونو سرمُنشي ویلي، د دوی اندېښنه دې ته ده، چې په لومړي سر کې طالبانو بشري حقونه خورا محدود کړي دي.
نوموړي ویلي، د ښځو حقونه چې په سختۍ ترلاسه شوي، اوس یې نقض خورا بوږنوونکې چاره ده.
د ملګرو ملتونو د سرمُنشي په وینا هغوی چې جګړه کوي، د نړۍوالې ټولنې پیغام ورته واضح دی او هغه دا چې په زور حاکمېدل رد دي.
د انتونیو ګوتیرش په خبره جګړه دې همدا شېبه بنده شي، همدا شېبه دې مذاکرات پیل شي. اوس په افغانستان کې د اوږدې کورنۍ جګړې د مخنیوي وخت دی.
دا هر څه داسې مهال دي، چې طالبانو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار او هرات په ګډون ۸ ښارونه خپل کنټرول کې راوستي دي.

LINK: https://www.ansarpress.com/english/23606